Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

دے، قبر د بره نه د خاورو يو ډيرے ښكاري خو د دې دننه مُعامَله ډىره تشويش ناكه ده، هيڅ چا ته معلوم نه دي چې زما سره به په قبر كښې څه كيږي. د الله پاك د محبوب او آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: د قبر منظر د ټولو منظرونو نه زيات ويروونكے دے. [1]

د قبر د ټولو نه وړومبئ خبرې

      حضرت مُجاهِد فرمائي: قبر انسان سره د ټولو نه اوَّل دا خبرې كوي: زه د چينجو كور يم، زه د تنهائې كور يم، زه د ويرې نه ډك كور يم، زه د تيارو كور يم، دا هغه دي كوم چې ما ستا د پاره تيار كړي دي، وايه! تا زما د پاره څه تياري كړي ده؟ [2]

مړے چې درې ورځې پس اووينې نو...!

      اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل خپل يو ملګري ته اوفرمائيل: اے وروره! د مرګ ياد زما خوب تښتولے دے، زه ټوله شپه ويښ ووم او د قبر په باره كښې مې سوچ كولو. اے وروره! كه ته درې ورځې پس مړے په قبر كښې اووينې نو په دُنيا كښې د اوګږدې مودے پورې د هغه سره د اوسيدلو باوُجود به ته د هغه نه اُويَريږې، كه ته د هغه د قبر دننه حِصّه اووينې نو په هغې کښې چينجي ګرځي او د هغه بدن خوري، د هغه د بدن نه نَـو جاري دے، سخت بوئ ترينه راځي، د هغه كفن زوړ شوے او شليدلے دے، هائے! هائے! غور اوكړه! دا مړے چې كله ژوندے وو نو ښكلے ښائسته وو، خوشبو به ئې هم بهترينه لګوله، ښكلي ښائسته جامے به ئې هُم


 

 



[1]...ترمذی،کتاب الزہد،باب:ما جاء فی ذکر الموت،ص554 ،حدیث:2308 ۔

[2]... احیاء العلوم،کتاب ذکر الموت و ما بعدہ،بیان حال القبر و اقاویلہم عند القبور،جلد:4،صفحہ:588۔