Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
هغي د مړي نوم وغيره ليکلے شوے وي، په هغې زما نظر پريوتو]، په هغې باندې دا عبرتناک شعرونه ليکلي وو:
تَمُرُّ اَقَارِبِیْ جَنْبَاتِ قبریْ کَاَنَّ اَقَارِبِیْ لَمْ یَعْرِفُوْنِیْ
[د شعر ترجمه:] زما عزيزان زما د قبر په خوا داسې تيريږي لکه هغوئي چې ما هډو پيژني نه.
وَ قَدْ اَخَذُوْا سِہَامَہُمْ وَ رَاحُوْ فَیَا لِلّٰہِ اَسْرَعُ مَا نَسُوْنِیْ
[د شعر ترجمه:] هغوئي د وراثت نه خپلې حصّے واخستلې او په راحت شولو، آه! زما عزيزانو زه څومره زر هير کړم([1])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! څنګه د عبرت خبره ده! زمونږ د دُنيا نه د تللو نه پس به يو څو ورځې ژړاګانې وي، دريمه به راپسې اوکړي، بيا وومه، بيا څلويښتمه، څه موده به قبر له هُم راځي او فاتحه به راته لوَلي، بيا به۔۔۔۔ په قلاره قلاره د هغوئي نه هير شو۔ افسوس! يو څو کاله به زمونږ د قبر نښه باقي وي بيا به په قلاره قلاره هغه نښه هُم ورانه شي او مونږ به داسې شُو لکه هډو دُنيا ته چې راغلي نه وو.
بےوفا دُنیا پہ مت کر اعتبار تُو اچانک موت کا ہو گا شکار
موت آکر ہی رہے گی یاد رکھ جان جا کر ہی رہے گی یاد رکھ
کام مال و زر نہیں کچھ آئے گا غافِل انساں یاد رکھ پچھتائے گا
گورِ نیکاں باغ ہو گی خُلد کا مجرِموں کی قبر دوزخ کا گڑھا
د مرګ نه هيڅ څوک نه شي خلاصيدے
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا دُنيا فاني ده، واقعي فاني ده، افسوس! مرګ به راځي او ضرور به راځي، چې مونږ دُنيا ته راغلي يُو نو اوس د مرګ نه په هيڅ شان خلاصے