Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
حضرتِ وَهْب بِن مُنَبّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو بادشاه وو، الله پاک هغه ت ډير نعمتونه ورکړي وو، ډيره لويه بادشاهي ئې وه، ډير د مزے سره ئې شاهانه ژوند تيرولو، يوه ورځ بادشاه سلامت د خپلې بادشاهئ د دورے کولو اراده اوکړه۔
تيارئ شروع شوې، د بادشاه سلامت د پاره کپړے حاضر کړے شوې، بادشاه يوه جوړه اوکتله خوښه ئي نه شوه، بله ئې اوکتله هغه ئې هُم خوښه نه شوه، په سوونو جوړې ئې اوکتلې، آخر په هغې کښې ئې يوه جوړه خوښه شوه، بادشاه سلامت هغه جوړه واغوستله. بيا د سوَرلئ د پاره اسونه حاضر کړے شُو، بادشاه سلامت په سوونو اسونو کښې د خپلې خوښې يو اس منتخب کړو، بيا لښکر حاضر شو او په ډير لوئ شان و شوکت بادشاه سلامت په سفر روان شو. داسې ټِپ ټاپ۔۔۔!! داسې شان و شوکت۔۔۔! بادشاه سلامت په کبر او غرور کښې اخته شو، سر ئې اوچت شو، بيا بادشاه سلامت د تَکَبُّر په نشه کښې د خپلې بادشاهئ دوره شروع کړه او د ډير تَکَبُّر نه ئې خلقو ته هُم نه کتل.
په هُم دې تَکَبُّر کښې دوره جاري وه چې يو غريب سړے د بادشاه مخې له راغلو، زړې جامے، او ښکاره حال ئې هُم ډير ښه نه وو، هغه کس بادشاه ته سلام اوکړو. بادشاه سلامت خو د غرور او تَکَبُّر په نشه کښې وو، هغه چرته د يو غريب سړي د سلام جواب ورکول خوښول. هغه کس اُووئيل: بادشاه سلامت زما تاسو سره ضروري کار دے. بادشاه سلامت د هغه په خبره هډو غوَږ اُونه ګرولو. بيا هغه سړے په ډيره بهادرئ سره ورمخکښې شو او د اس واګې ئې اُونيولې. په دې باندې بادشاه له ډيره غُصَّه ورغله او په زوره ئې اُووئيل: اے سړيه! واګې پريږده۔۔۔! هغه غريب سړي ډير د سادګئ په انداز کښې اُووئيل: بادشاه سلامت زما تاسو سره ډير ضروري کار دے. بادشاه د خپل ملک په