Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
هم مقبرو ته تلل ډىر فائده مند دي. زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: قبرونه وينئ! بيشكه قبرونه ليدل د دُنيا نه بے رغبته كول كوي او آخرت ور يادوي.[1]
يو ځل يوه زنانه د اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها خوا ته راغله او د زړه د سختئ د علاج تپوس ئې ترينه اوكړو، اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها ورته اوفرمائيل: مرګ ډير ډىر يادوه...! هغې زنانه علاج واوريدلو او لاړه او په كثرت سره ئې مرګ يادول شروع كړو، يو څو ورځې پس هغې ته د زړه د سختئ نه شِفا ميلاؤ شوه، هغه زنانه بيا د هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا په خدمت كښې حاضره شوه او شكريه ئې ادا كړه.[2]
يو ځل يو سړے د حضرت اِمام احمد بِن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او د زړه د سختئ شكايت ئې اوكړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل: مقبرے ته ځه، او [بل کار دا کوه چې] د يتيم په سر لاس ګږده (يعني د دې دوو كارونو سره به ستا د زړه سختي ختمه شي).[3]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
كاش! چې ټول د دې كفنونو د غل په شان وے...!
حضرت سعيد بِن جُبَير رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږه د صحابـئ رسول حضرت عبدُالله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما خوا ته ناست وو، په دې كښې يو سړے راغے او عرض