Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai
ختميږي. د مسلمانانو وړومبے خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: زه چې د كله نه مسلمان شوے يم، ما په مړه خيټه خوراك نه دے كړے د پاره د دې چې ما ته د عبادت خوږ والے حاصل شي.[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! روژه د بدني صحت او روحاني صحت دواړو ضمانت وركوي. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د رَجَبُ الْمُرَجَّب مياشت ده، د نفلي روژو سپرلي دي، مونږ له پكار دي چې د دې بركتي ورځو نه فائده واخلو او ډيرې روژے اونيسو، نيكئ هم اوګتو او د دې په ضِمن كښې دُنياوي فائدے هم حاصلې كړو. راځئ چې د ترغيب د پاره د روژه دارو دوه واقعے واورو:
حجَّاج بِن يُوسف يو ځل د سفر په دوران كښې د مكے مكرمے او مدينے مُنَوَّرے په مينځ كښې په يو مقام کښې دَمه اوکړه، د غرمے طعام ئې تيار كړو او وزيرِ مُمْلِكت ته ئې اووئيل چې يو ميلمه راوله. وزيرِ مُمْلِكت د خيمے نه بهَر اووتلو نو يو اعرابي (يعني د عربو د كلي يو سړے) ئې ملاست اوليدو، وزير هغه اعرابي رابيدار كړو او ورته ئې اووئيل: راځه امير حَجّاج دِ غواړي. اَعرابي چه راغلو نو حَجّاج ورته اُووئيل: زما دعوت قبول كړه او لاسونه وِينځه او زما سره طعام خوړلو ته كښينه. اَعرابي ورته اُووئيل: