Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai
بخښنه غواړم! ستاسو نه مخكښې مې ستاسو نه د بهتر يو كريم دعوت قبول كړے دے. حَجّاج اُووئيل: هغه د چا؟ هغه اُووئيل: د الله تعالٰى چا چې ما ته د روژے نيولو دعوت راكړو او ما روژه اونيوله. حَجّاج اُووئيل: په دومره سخته ګرمئ كښې روژه؟ اَعرابي اُووئىل: آو! د قيامت د سختې ګرمئ نه بچ كيدلو د پاره. حَجّاج اُووئيل: نن طعام اُوخوره او دا روژه صبا اونيسه. اَعرابي اُووئيل: آيا تاسو د دې خبرې ضمانت راكوئ چه زه به صبا پورې ژوندے اوسم! حَجّاج اُووئيل: دا خبره خو نشته. اَعرابي اُووئيل: نو بيا هغه خبره هُم نشته. دا ئې اُووئيل او لاړو.[1]
د قبر د خاورې نه د مُشكو خوشبو [راتله]
حضرتِ سَيِّدُنا عبدُ الله بِن غالِب حَدَّاني رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه شهيد كړے شو. خخولو نه پس به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د قَبْر مبارك د خاورو نه د مُشكو خوشبو راتلله. چا په خوب كښې اوليدو او تپوس ئې ترينه اوكړو: ”تاسو سره څه مُعامَله اوكړے شوه.“ هغوئي اُوفرمائيل: ”ښه مُعامَله راسره اوكړے شوه.“ هغه [خوب ليدونكي] ترينه تپوس اوكړو: تاسو ئې چرته بوتلئ؟ هغوئي اُوفرمائيل: ”جَنَّت ته.“ تپوس ئې ترينه اوكړو: ”د كوم عمل په وجه؟“ هغوئي اُوفرمائيل: ”د اِيمانِ كامِل، تَهَجُّد او د ګرمئ د روژو په سبب.“ بيا ئې ترينه تپوس اوكړو: ”ستاسو د قَبْر نه د مُشكو خوشبو ولے راځي؟“ نو جواب ئې وركړو: ”دا زما د تِلاوت او په روژو كښې د تندې خوشبو ده.“ [2] د الله پاک دِ په هغوئي