Rajab ALLAH Ka Mahina Hai

Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai

ديني ماحول مې اختيار كړو، د دې په بركت زما اخلاق ښائسته شو، زما د دې بدلون زما د كور په خلقو هم ښه اَثر اوشو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! په قلاره قلاره د ټول كور کسان قادري، رضوي او عَطَّاري جوړ شو، په كور كښې مو د لمُونځونو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامے، سندرې او باجے بندې شوې او د ګناهونو ډك چينلو په ځائے مدني چينل كتل شروع شو.

نوټ: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې اوس ”مَدَني انعامات‘‘ ته ”نيك اعمال‘‘ وئيلے كيږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم.  يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])

سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام  کروں کاش!                تُو    پیکرِ    سُنَّت    مجھے    اللہ   بنا    دے([2])

اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق          پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی

د رانجو لګولو سُنَّتونه او آداب

      فرمانِ مصطفٰى: صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ټولو رانجو كښې بهتر رانجه اِثمِد  دي ځكه چې دا


 

 



[1]...جامع بیانِ عِلْم، بَابُ:عِلْم کے فضائل، جلد: 1صفحہ:201، حدیث:220۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:118۔