Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
رجب د الله مياشت ده
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! د نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ معنٰی ده ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو. نِيَّت د زړه ارادے ته وائي چې كله هُم جُمات ته د داخليدو سعادت درنصيب شي نو ياد ساتئ او د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو اِنْ شَــآءالـلّٰـهُ د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي
ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
د الله پاک د آخري نبي مُحَمَّد عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: په ورځ د قيامت به ما ته زيات نزدې هٰغه وي چا چې په دُنيا کښې په ما باندې زيات دُرُود شريف لوستلي وي.[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد