Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai
به دا دُعا لوستله: اَللّٰھُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّشَعْبَانَ وَبَلِّغْنَارَمَضَانَ يعنې اے الله پاكه! ته مونږ ته په رَجَب او شَعبان كښې بَرَكت راكړې او مونږه رَمَضان ته اورسوې.[1]
راځئ چې مونږه هم [په شريکه] دا دُعا اوکړو: اَللّٰھُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّشَعْبَانَ وَبَلِّغْنَارَمَضَانَ . اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې په مِراٰة ُ المناجيِج کښې ليكي: مطلب دا دے چې اے الله پاكه! په رجب كښې زمونږ په عبادتونو كښې بركت راکړې او په شعبان كښې خشوع او خضوع را عطا كړې او د رمَضَان مياشت راکړې او په هغې كښې روژے نيول او د هغې په شپو كښې عبادتونه كول رانصيب كړې.
صوفيائے كرام عَلَيْهِمُ الرَّحمة فرمائي: رَجَبُ المُرَجَّب د تُخم كَرَلو مياشت ده، شَعْبانُ الْمُعَظَّم د اُوبه خوَر مياشت ده او رَمَضانُ الْمُبارَك د فَصل پريك كولو مياشت ده، په رجب كښې په نوافلو كښې ډير كوشش کوئ، په شعبان كښې په خپلو ګناهونو باندې [ اوژاړئ او] اوښكې اوبَهيَوئ او په رَمَضان كښې الله پاك راضي كړئ او دا فصل په خير سره اوريبئ [يعني كټ كړئ].[2]