Rajab ALLAH Ka Mahina Hai

Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai

اولاد كيدو امكانات ډير زياتيږي.[1] (6) د روژے په بركت قُوَّتِ مُدافعت زياتيږي. (7) د روژے په بركت انسان د غلطو خيالونو نه بچ اوسي او ذِهن ئې صفا كيږي. (8) د روژے په بركت د اِنسولين په استعمال كښې كمے راځي. (9) د روژے په بركت د ځِيګر خوا و شا جمع شوي وازګه كميږي. (10) د روژے په بركت د پوستكي او د سينے د كينسر خطره كميږي. (11) د روژے په بركت په اعصابي مرضونو كښې بهتري راځي.[2]

د روژے مُتَعَلِّق يو حيرانوونكے تحقيق

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! روژه د صحت مند ژوند راز دے، په دې باره کښې يو ډاكټړ ډىر ښكلے تحقيق كړے دے، هغه وائي: * د روژے کوم عمل چې انسان كوي، يعني د څه وخت د پاره د خوراك څښاك وغيره نه منع شي، كه سوچ اوکړئ نو دا عمل د دُنيا نور ژوندي مخلوقات هم كوي او د دې عمل سره هغوئي ته صحت او تندرستي ميلاويږي، د هغوئي ژوند ښائسته كىږي، د واورو د علاقو [يعني د سختو يخو علاقو چې هلته څو څو مياشتې واورې پرتے وي، د هغه علاقو] ځناور څو څو مياشتې په خپلو غارونو كښې اوسي، بهر ته نه راوځي، په دې دوران كښې هغه ځناور خپل يو كورس پوره كوي، چې هغې ته په انګريزئ كښې Hibernation  (هائي برنيشن يعني د يخنئ اوګږد خوب) وائي. په دغه دوران كښې هغوئي خوراك څښاك نه کوي، چې كله د


 

 



[1]...صراط الجنان، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:184، جلد:1، صفحہ:293۔

[2] ماہنامہ فیضانِ مدینہ مئ 2020ء ص: 82، 83۔