Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

خورولو كوشش كوي. اَللّٰهُمَّ زِدْ فَزِدْ ثُمَّ زِدْ يعني اے الـلّٰـه! [دوئي] زيات كړے، نور ئے زيات كړے او بيا ئے [نور] زيات كړے. (فیضانِ سُنّت، صفحہ۵۸۹،ملتقطاً)

كه پخپله عالِم نه شئ جوړيدے نو بل كس عالم جوړ كړئ

      ياد ساتئ چه! په دے كښے هيڅ شك نشته چه د عالِم جوړيدلو ډير فضائل دي او په دے كښے هُم هيڅ شك نشته چه د حافِظ جوړيدلو هُم ډير فضائل دي، يقيناً په مونږ كښے به ډير داسے كسان وي چه د هغوئي په زړه كښے به د عالم جوړيدلو يا حافِظ جوړيدلو خواهش وي. خو كه په څه وجه مونږ پخپله عالِم يا حافظ جوړ نه شو  نو بيا مونږه دا سعادت حاصلولے شو چه د خپل مال په ذريعه څوك عالِم يا حافِظ جوړ كړو. هِمَّت اوكړئ او د دعوتِ اسلامي د جامِعَاتُ الْمدِينه او مَدارِسُ الْمَدينه  د ټولو اخراجاتو د پاره پوره پوره تعاون اوكړئ.

خود كَفالَت

      ”مَثَلًا كه الله پاك وَس دركړے وي نو جُمات جوړ كړئ، جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه جوړه كړئ او دعوتِ اسلامي ته ئے حواله كړئ.“ كه دا نه شي كيدے نو د يوے جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه ماهانه خرچه په خپله ذمَّه واخلئ يا د يوے مدرسے د بِجلئ، ګيس وغيره بِل په خپله ذمَّه واخلئ يا د يوے جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه د مَدَني عَملے (يعني استاذانو او قاري صاحبانو وغيره) تنخواه په خپله ذمَّه واخلئ، يا د هغے سبزيانے، غنم، وړه وغيره، يا نور راشن (مَثَلًا غوړي، وريژے، وچ چائے، شوده وغيره) په خپله ذمَّه واخلئ، په خپل فصل كښے يوه حِصَّه مقرره كړئ چه