Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

مَدَني چينل به جاري  كړي  كور په كور درسِ سُنّت

نو    ولے  به    مونږ   نه   كوو    د   دے   سره  محبّت

د  مَدَني چينل  مُهِم دے  د نفس او د  شيطان خِلاف

څوك ئے چه هم ګوري نو كوي به  اِن شآء الله  اِعتِراف

د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د دين د پاره خرچ كول

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چه زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپل مال په اَصحابِ صُفَّه باندے او د دين په نورو كارونو كښے خرچ كولو. دغسے به صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان هُم خپل مال د دِين په كارونو كښے قربانولو د پاره هر وخت تيار اوسيدل. په دے باره كښے د اسلام اوَّل خليفه اَميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ مثال زمونږ مخے ته دے.

     د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه په باره كښے راځي چې هغوئي تاجر وو، د كپړے د غټ كاروبار مالِك وو، په كومه ورځ ئے چې اِيمان راوړو نو هغه وخت هغوئي سره څلويښت زره دِرهمه يا ديناره وو، د اسلام راوړو نه پس ئے هغه ټول د الله په لاره كښے خرچ كړلو.                (تاریخ مدینۃ دمشق،ج۳۰، ص۶۶)

     په يو روايت كښے راځي چې صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه هغه هستي ده چا چې د اسلام قبلولو نه واخله مدينے منورے طرف ته د هجرت كولو پورے مسلسل خپل مال په اسلام قربانولو. د هجرت په وخت كښے هغوئي سره پينځه يا شپږ زره درهمه وو هغه ئے ځان سره واخستل. (او د دِين د پاره ئے قربان كړل.) (السیرۃ النبویۃ لابن ھشام،ھجرۃ الرسول،ابوقحافۃ و اسماء بعد ھجرۃ ابی بکر،۱/۴۴۱)