Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

لـمونځونو اهتِمام هم كيږي. په مختلفو مواقعو باندې د بيانونو سلسله هم جاري وي، په هغې كښې كله د مور و پلار ادب و احترام كولو او حُسنِ سلوك كولو ترغيب وركړے كيږي، كله د دروغو، غِيبَت، چُغليِ حسد، تكبُّر وغيره باطني مرضونو نه نفرت وركړے كىږي. دغه شان د دې طلباء و طالباتو تنظيمي تربيت باندې هم خاص توجه وركړے كيږي، چې د تعليم په دوران كښې او د درسِ نظامي فارغيدو نه پس طلبائے كرام، اسلامي ورونړو او د خپل كور په كسانو كښې د دعوتِ اسلامي د طريقۀ كار مطابق د نيكئ دعوت خور كړي، او طالبات د نورو اسلامي خويندو او خپل محارمو خپلوانو كښې د نيكئ د عوت عام كړي.

     د تنظيمي او اخلاقي تربيت دا نتيجه ده چې د جامعةُ المَدينه طلبائے كرام د مجلس وركړے شوي جدول مطابق په مدني قافِلو كښې سفر كوي، د جامِعاتو په خوا و شا كښے د دعوتِ اسلامي 12 ديني كارونو عام كولو ذِمّه داري سنبالوي او اَ لْـحَمْدُلِلّٰہ! د جامعةُ المَدينه استاذان او طلباء د اِمامت و خطابت فرائض هم ادا كوي، چې د هغې په وجه ډير جُماتونه آباد دي. ډير استاذان او طلباء ”جامعةُ المَدينه و مدرسةُ المَدينه آن لائن“ په ذريعه د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول ته د انټر نيټ په ذريعه د قُرآنِ كريم تعليم وركوي او د علمِ دين د نُور نه روښانه كولو كوشش كوي، ډير استاذان او طلباء د دعوتِ اسلامي په مختلفو شعبو كښې خپل دِيني خدمتونو كښې مصروف دي.

    دغه شان جامعةُ المَدينه (ګرلز) اُستاذانې او طالبات (يعنې تعليم وركوونكي مدينه اسلامي خويندې او لوستونكي طالبات) هم د دعوتِ اسلامي په مختلفو شعبو كښې كيدونكي ديني كارونو كښې حِصَّه اخلي. د اسلامي خويندو عالمي مجلس مُشاورت تحت د اسلامي خويندو 8 ديني كارونو كښې عملي طور شامليږي او د نيكئ دعوت