Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye
ټول مال د دِين د پاره وقف وو نو دا به غلط نه وي ځكه چې انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام يو كس هم د درهم و دينار وارث نه دے جوړ كړے څنګه چې
مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو حديثِ پاك په شرح كښې ليكي چې بعض انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام تارِكُ الدُّنيا وو، [يعنې هغوئي به د دُنيا نه ډډه كوله] هغوئي څه جمع كړي نه وو لكه حضرت يحيٰـى و عيسٰى عَلَيْهِما السَّلام او بعضو ډير مال ساتلے وو لكه حضرت سُليمان او داؤد عَلَيْهِما السَّلام خو د يو نبـي مالي ميراث نه دے تقسيم شوے، د هغوئي پريښودے شوے مال به د دِين د پاره وقف وو. (مرآۃ المناجیح،۱/۱۹۹)
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! تاسو واوريدل چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مال به د دِين د پاره وقف وو، خاص طور په ديني طالبِ علمانو باندې خرچ كول خو د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارك وو او او خپلې لور حضرت فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْها د پاره به ئې هم دا خوښولو چې هغوئي هم خپل مال د الله پاك په لاره كښې خرچ كړې.
12 ديني كارونو كښے يو ديني كار ”مَدَني مُذاكَره“
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سيرت باندې عمل كولو سره مونږه له هم پكار دي چې خپل مال په ديني طلبه باندې خرچ كړو او د مال سره سره خپل وخت هم د دِين په كارونو كښې خرچ كړو، د دې بهترينه طريقه دا ده چې د ذيلي حلقے دولس ديني كارونو كښے حِصَّه واخلو، په دې كارونو كښې يو ديني كار ”هفته واره مَدَني مُذاكَره“ هُم ده. د دے ديني كار بيشميره دِيني او دُنياوي فائدے هُم