Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

دِين په خدمت او د دين په تبليغ كښے به مصروفه اوسيدل.

اَصحابِ صُفَّه څوك دي؟

      هغه صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان كوم به چه د حُضُور عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ  وَالسَّلَام په خدمت كښے صرف دين زده كولو د پاره حاضر اوسيدل هغوئي ته اَصحابِ صُفَّه وائي. د هغوئي شان خو بے مِثل و بے مثال دے.

      اَصحابِ صُفَّه څوك دي؟ په دے باره كښے هُم واورئ: په مسجِدِ نَبـَوِي شريف كښے يو چوتره وه، هلته به (مختلفو وختونو كښے) 400 يا 500 فُقَرائے مُهاجِرِين كښيناستل، هغوئي ته اَصحابِ صُفَّه وائي. هغوئي نه كورونه لرل نه ورسره ساز و سامان وو او نه ئے څه كاروبار وو، د غريبئ حال ئے دا وو چه په هغوئي كښے اَوياو كسانو سره د سَتر پټولو د پاره پوره كپړه هُم نه وه. د هغوئي په شمير كښے به كَمے زياتے راتللو، مدينے مُنَوَّرے ته به چه څوك [نوے كس] راغلو او په ښار كښے به ئے هيڅ څوك پيژندګلو والا نه وو نو هغه به هُم په اهلِ صُفَّه كښے شامل شو. (تفسیر نعیمی،۳/۱۳۲مفہوما)

د اَصحابِ صُفَّه لوَږے

      دا د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان هغه مُقَدَّسه ډله ده چه دوئى خپل كورونه، مال حال، بال بچي هر څه پريښودي وو او هر وخت به په مسجِدِ نَبـَوِي كښے صرف د عِلمِ دِين حاصلولو د پاره موجود اوسيدل، دوئي به لوږه، تنده برداشت كوله، مختلف تكليفونه به ئے تيرول خو دين زده كولو كښے به مشغول اوسيدل.

      راځئ چه د اَصحابِ صُفَّه د قربانو او لوږے مُتَعَلِّق څه وارو: چنانچه