Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

عِلم په حيثيت په كُوفه كښے وخت تير كړے دے. په شروع كښے ما د يو تنګ دسته او غريبے كورنئ سره تَعَلُّق لرلو، زما والِد صاحِب زه يو ځل د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښے حاضر كړم، ما هلته سبق وئيل شروع كړل، زما پلار ما ته وئيلي وو چه ځويه! په ناسته كښے د اِمامِ اعظم ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طرف ته ښپے اُو نه غَزوے ځكه چه دا د بے اَدَبئ انداز دے.

      بيا [څه ورځے پس] زما والِد صاحب ما ته اُووئيل چه بچيه! مونږه غريبانان يُو او مالداران غوړ خوراكونه كوي، مونږه په اوچه ډوډئ ګُزاره كوو، مونږه ډير بے وسه يُو، د دے خبرو نه پس زما پلار زه د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مجلِس ته د تللو نه منع كړم [يعني چه څه كار كوه چه ګُزاره مو ښه شي]، چه كله اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما غير حاضري اوليدله نو د خلقو نه ئے تپوس اوكړو چه يعقُوب ولے نه راځي؟ هغوئي ورته اُووئيل چه هغه خپل پلار منع كړے دے. امام قاضى اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چه هلته زما حالت داسے وو چه زه د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مجلسونو كښے حاضريدلو د پاره بے تابه ووم.

      آخر دا چه يوه ورځ د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مجلس ته ورغلم، هغوئي په ډير شَفقَت باندے زما نه د غير حاضرئ په باره كښے تپوس اوكړو نو ما ورته د خپلے غريبئ او د والِد صاحب په حُكم د نه راتللو وجه بيان كړه، په هغه ورځ مے د هغوئي په مجلِس كښے [ټوله ورځ] حديثونه اوريدل، چه كله كور ته روان شوم نو اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته اشاره اوكړه چه كښينه، چه ټول خلق لاړل نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته د دِرهَمو نه ډكه يوه تيلئ راكړه، او اوئے فرمائيل چه په دے ګُزاره كوه، بيا الله مالِك دے، ما چه تيلئ پرانسته نو په هغے كښے سل دِرهَمه وو. بيا چه روانيدلو نو ما ته ئے حُكم اوفرمائىلو چه زما د درس حَلقے