Book Name:Wabae Amraz or islam

كښې پيدا كيږي او د بدنه پورې محدوده وي، که د وِينې په ذريعه منقل کيدو والا وي، او که وبائي مرضونه وي، د دې په باره كښې دوه خبرې هميشه يادې ساتئ! نمبر1: يو مرض هُم پخپله د يو نه بل په اَلوَتلو نه شي لګيدلے او نه په خپله اراده د انسان د بيمارولو صلاحيت لري. نمبر2: جراثيم (Germs) پخپله مرض نه دے، دا خو د الله پاك يو وړوكے مخلوق دے، جراثيم د انساني صحت د پاره فائده مند هم دي او بعضې جراثيم د مرضونو سبب هم جوړيږي، دا جراثيم د لاسونو په ذريعه، د ساه په ذريعه، په ګنده هوا كښې د ساه اخستلو په ذريعه د يو نه بل ته رسيدل عامه خبره ده خو زمونږه دا عقيده ده چې جراثيم صرف هغه ته رسي د چا په باره كښې چې الله پاك اوغواړى او كه چا ته اولګي نو اثر هم د الله پاك په حكم كوي، په جراثيمو كښې پخپله د لګيدلو او په خپله اراده د لګيدلو او د انسان د بيمار كولو صلاحيت نشته. زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښكاره فرمان مبارك دے: لَا عَدْوٰى يعني يوه بيماري هُم د يو نه بل ته په اَلوَتلو نه لګي، عرض اوكړے شو: يارَسُولَ الله! مونږه وينو چې زمونږه اوښان ښه صحت مند وي، بيا دوئي سره يو د خارښت د بيمارئ والا اوښ يو ځائے شي نو په ټولو خارښت اولګي، ارشاد ئې اوفرمائيلو: فَمَنْ اَعْدَی الْاَوَّلَ يعني که داسې خبره وي نو وړومبي اوښ ته د كوم ځائے نه خارښت لګيدلے وو؟([1])

     يعنې چې كله وړومبي ته بيماري د الله پاك په اراده او حكم لګيدلي ده نو باقي اوښانو ته هم د الله پاك په حكم او اراده لګيدلي ده، په دُنيا كښې يو مرض هُم داسې نشته چې په خپل ځان كښې پخپله ذاتي اثر لري،  انسان چې اشرفُ المخلوقات دے هغه د خپلې هرې ارادے پورا كولو صلاحيت نه لري نو جراثيم به په خپله اِراده


 

 



[1]...بخاری ، کتاب : طِبّ ، بابُ لَا صَفَر ، صفحہ : 1447 ، حدیث : 5717خلاصۃً۔