Book Name:Wabae Amraz or islam

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.

)2( ټول ګناهونه مُعاف

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ

حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وو نو اودريدلو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.

)3( د رَحمت اويا دروازے:

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.


 

 



[1]… افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ السادسۃ والخمسون ، ص۱۵۱ملخصًا

[2]… القول البدیع ، الباب الثانی ، ص۲۷۷