Book Name:Wabae Amraz or islam

تَفْرَحُوْا بِمَاۤ اٰتٰىكُمْؕ-   (پارہ27،سورۃالحدید:23)

خوشحاليږئ څه چې ئې تاسو ته دركړې دي.

     يعنې اے انسانانو! تاسو ته چې څه ميلاويږي، د الله پاک له طرف ميلاويږي، په هغې باندې تَكَبُّر كول د عقل خلاف دي، پكار ده چې بنده په نِعمَت ميلاويدو باندې شُكر ادا كړي او كوم مصيبتونه، پريشانئ، بيمارئ چې راځي هغه هم د الله پاك په حكم، د تقدير د ليك مطابق راځي، چې مُعامَله داسې ده، نو پريشانه كيدل، ويريدل، هِمَّت بيلل، ژړا غوغا کول، او شور شغرب كول يو علقمند سره ښه نه ښائي، بنده له پكار دي چې هر څومره مشكل راشي، هِمَّت دِ نه بيلي، حوصله دِ كوي او د الله پاك د رحمت اُمِّيد دِ ساتي.

    د دې سره سره دِ دا هم ياد ساتي چې د هِمَّت او حوصلے مطلب دا نه دے چې انسان دِ ځان مرګ ته حواله كړي، اسلام هيڅ كله د دې اجازت نه وركوي، الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

وَ لَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْكُمْ اِلَى التَّهْلُكَةِ ﳝ-   (پارہ2،سورۃالبقرۃ:195)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او په خپلو لاسو ځان په هلاكت کښې مه اچوَئ.

     اسلام صراطِ مُستقيم دے، اسلام مونږ ته په درميانه لاره د تللو حُکم راکوي، نه خو مونږ له هِمَّت بيلل او نه مايوسه كيدل پکار دي، او نه په زياته خود اعتمادئ كښې د اخته کيدلو په سبب ځان په مصيبت کښې اچول پکار دي، زمونږه دا بدن، او ځان د الله پاك امانت دے، د دې حفاظت كول په مونږه لازم دي، پخپله خپل ځان هلاكت ته پيش كول، احتياطي تدابير نه اختيارول، د اسبابو پرواه نه كول په حقيقت كښې تَـوَكُّل نه دے بلکه د الله پاك نافرماني ده.