Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

      بله سُستي هغه ده چې هغه د مِزاج حِصَّه وي، بنده په هره مُعامَله کښې آرام طلبئ کښې اخته وي، جسماني طور هغه ته هيڅ مسئله نه وي پيښه خو د دې باوجود هغه په سستئ کښې اخته وي۔

      يوه سستي د بعضو باطِني بيمارو په وجه وي، د داسې سستئ ډير اَسباب کيدے شي! د داسې سستئ لس علاجونه واورئ۔

(۱) ټال مټول مه کوئ!

      د سستئ د ټولو نه لويه وجه طُولِ اَمل (يعني اُوګږد اُمِّيد) دے۔ کوم کس چې د نن کار صبا ته پريږدي نو هغه دا ګنړي چې زه به صبا پورې ژوندے اوسم۔ دا يوه دوکه ده، په ژوند کښې صبا کله هُم نه راځي۔ د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُستادِ مُحترم فرمائي: دُنيا درې ساګانې ده: * يوه ساه کومه چې مونږه اغستي ده، په هغې زمونږ هيڅ اختيار نشته * دويمه ساه کومه چي مونږه اخلو، مونږ ته چې څه کول دي په هُم دې کښې کول دي * دريمه ساه کومه چې به راځي، د هغې هيڅ يقين نشته چې راځي به او که نه۔([1])  

      ياد ساتئ! د مرګ تُوره هر وخت زمونږ په سر رازوَړَنده ده، کله زلزله راشي او په يو ساعت کښې بيشميره خلق مړه شي، څوک د بجلئ د کرنټ لګيدلو په وجه، په چا د زړه دَوره راشي، څوک په قِسماقِسم حادثاتو کښې مړه شي، بهرحال انسان د هر طرفه د مرګ په خطراتو کښې ګير دے خو بيا هُم اُوګږده اُوګږده اُميدونه تړي۔ ياد ساتئ سستي د شيطان وسوسه نه ده بلکه دا د نفس مطالبه ده،  که تاسو په دې معامله کښې سنجيده ئې نو د خپلو 24 ګينټو جائزه واخلئ، چي نفس کوم ځائے کښې د يو منټ سستي کوي نو فوراً ئې دباووئ او سستئ ته ئې مه پريږدئ، نن که تاسو خپل نفس له د


 

 



[1]...منہاج العابدین، صفحہ:195۔