Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

ګاونډ کښې يو ځائے لرې. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

کم خوراک کول سُنَّت دي

      دوه فرامِينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) چې کله بنده کم خوراک کوي، د هغه باطِن د نُور نه ډک شي ([2])   (2) څوک چې په دُنيا کښې کم خوري، کم څښي، الله پاک د فرښتو په مخكښې په هغه فخر کوي۔ ([3])

اے عاشقانِ رَسُول! کم خوراک کول سُنَّت دي۔ * زمونږه خوږ نبي مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوَږې نه کم خوراک کولو [يعني ځان به ئې پوره نه مړَوَلو* حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې په دُنيا کښې تشريف فرما وو، کله ئې مسلسل دوه شپې په مړه ګيډه نه ده خوړلي * خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوَږې د وجهې په خيټه مبارکه باندې کانړي تړل۔


 

 



[1] ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[2]...جامع صغیر، صفحہ:233،حدیث:3831۔

[3]...مَجْمَعُ الزَّوائِد، کتابُ الْاَدب، باب حُسْنِ اَخْلاق کے بیان میں، جلد:8، صفحہ:19، حدیث:12687۔