Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                             جنت میں   پڑوسی  مجھے تم  اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د قناعت يو  څو مدني ګلونه او د قناعت اختيارولو طريقے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!  د قناعت په باره كښې يو څو مدني ګلونه د اوريدلو سعادت حاصلوو : اوَّل دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ : چنانچه

(١) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي : قناعت [يعنې په لږ څه باندې صبر کول] هيڅ كله نه ختميدونكي خزانه ده. (الزھد للبیھقی ، الجزء الاول من كتابالخ ، ص۸۸ ، حدیث : ۱۰۴) (٢) رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائى : بيشكه كاميابه شو هغه کس چا چې اسلام راوړو او هغه ته په قدر د كفايت رزق وركړے شو او الله پاك چې هغه ته څه وركړل په هغې ئې قناعت هُم وركړو. (مسلم ، کتاب الزکاۃ ، باب فی الکفاف والقناعۃ ، ص۴۰۶ ، حدیث : ۲۴۲۶)  (٣)  انسان ته چې څه د الله پاك له طرفه ورکړے شي په هغې راضي اوسيدلو او حِرص او لالچ پريښودلو ته قناعت وائي. (جنتی زیور ، ص۱۳۶بتغیر قلیل) (٤) د روزانے استعماليدونكو څيزونو په نشتوالي باندې راضي اوسيدل هم قناعت دے. (التعريفات للجرجانی ، باب القاف ، تحت اللفظ : القناعۃ ، ص۱۲۶) (٥)  لالچ ډير ناكاره او بد عادت دے ، د الله پاك له طرفه چې بنده ته كوم رزق ، نعمت او مال و دولت يا عزت و مرتبه حاصله وي ، په هغې راضي اوسيدل او قناعت كول پكار دي. (جنتی زیور ، ۱۱۰ملخصا) (٦) څوک چې د بل په مال باندې نظر ساتي هغه به هميشه غمګين اوسيږي. (رسالہ قشیریۃ ، ص۱۹۸)  (٧) بَلعَم بِن باعورا چې ډير غټ عالِم او مُستَجابُ الدَّعَوات وو(يعنې كومه دُعا به ئې چې كوله هغه به قبليدله) ، هغه حِرص او لالچ په دُنيا او آخرت كښې تباه و برباد كړو. (ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت ، ص۳۶۷ ماخوذا)  (٨) الله