Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نِزدې هُم نه شي راتللے ، صوفيائے كرام فرمائي چې مونږه ګناه كوو او توبه كوو او هغوئي عبادت كوي او توبه كوي. (زاهد د ګناه په وجه توبه كوي او عارف عبادت كوي او استغفار كوي)  يا بيا دا چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا عمل د اُمَّت د تعليم د پاره وو. (ملخصاََ ازمراٰةالمناجیح ، ۳ / ۳۵۳)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشقانِ رسول! د الله پاك د مشهور ولي حضرت سَيِّدُنا مالِك بِن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د رښتيني توبے واقعه واورئ! الله پاك دِ د هغوئي په بركت مونږ ته هم د رښتيني توبے توفيق را نصيب كړي.

د حضرت مالِك بِن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه توبه

       منقول دي چې حضرت سَيِّدُنا مالِك بِن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به (د توبه كولو نه مخكښې) نشه كوله ، د هغوئي د توبے سبب دا جوړ شو چې هغوئي به د خپلې يوې ماشومې لور سره ډيره مينه كوله ، هغه [وړوكي] وفات شوي وه هغوئى د شعبان په پينځلسمه شپه خوب اوليدلو چې د هغوئي د قبر نه يو ښامار را اووتلو او په هغوئي پسې شوه ، هغوئي به چې كله تيز تللو نو هغه به هم ورپسې تيز شولو ، بيا هغوئي د يو كمزوري بوډا په خوا تيريدلو نو هغه ته ئې اووئيل : ما د دې ښامار نه بچ كړئ. هغه جواب وركړو چې زه كمزورے يم ، تيزه منډه وهه ، كيدے شي چې دغسې ترينه خلاص شې. هغوئي تيز شو ، ښامار هم ورپسے وو ، تر دې چې هغوئي د اور لـمبے وهونكو كندو په خوا تيريدلو ، نِزدې وه چې هغوئى ور لويدلے وے چې په دې كښې يو غږ اوشو : ته د اور د پاره نه ئې. هغوئي په منډه منډه روان وو تر دې چې يو غر ته اوختلو ، په هغے پردے او سورے جوړ وو ، ناڅاپه يو غږ اوشو : د دې نا اُميده نه د دښمن د نيولو نه مخكښې راچاپيره شئ.