Share this link via
Personality Websites!
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه : ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ ، او ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ ، تر څو چې جُمات کښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. او ضِمناً به ستاسو د پاره په جُمات کښې خوراك څښاك هُم جائز شي.
حضرت اُبَـئ بن كَـعْـب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : يارسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه خو په تاسو ډير زيات دُرود شريف لولم ، تاسو اوفرمائې چې د شپې ورځې څومره حصه د دُرُود شريف وئيلو د پاره مقرر كړم؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : ته چې څومره غواړې مقرر كړه. حضرت اُبَـئ بن كعب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : د شپې ورځې څلورمه حصه مقرره كړم؟ نو سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : مَاشِئْتَ فَاِنْ زِدْتَ فَہُوَ خَیْـرٌلَکَ يعنې ته چې څومره غواړې مقرره کړه ، خو كه ته د څلورمې نه هُم زياته حصه مقرره كړې نو ستا د پاره به بهتر وي.
حضرت اُبَـئ بن كعب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو : د شپې ورځې نيمه حصه مقرره كړم؟ نو سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : مَاشِئْتَ فَاِنْ زِدْتَ فَہُوَ يعنې ته چې څومره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami