Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

هم ځان كمتر ګنړي او د الله د ويرې ژاړي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

عجيبه پښيمانتيا

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مُكاشَفَةُ القُلوب كښې نقل كوي : حضرت سَيِّدُنا شيخ ابو علي دَقَّاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې يو لوئي وَلِـيُّ الله سخت بيمار وو ، زه د هغوئي تپوس له حاضر شوم ، ګير چاپيره د عقيدمندو ګنړه وه ، هغه بُزُرګ ژړل ، ما عرض اوكړو : اے شيخ! آيا د دُنيا په پاتې كيدلو ژاړې؟ هغوئي اوفرمائيل : نه ، بلكه د لمُونځونو په قضا كيدلو ژاړم. ما عرض اوكړو : حُضُور! ستاسو لمُونځونه څنګه قضا شوي دي؟ هغوئي اوفرمائيل : ما چې كله هم سجده كړي ده په غفلت سره [مې كړي ده] او چې كله مې د سجدے نه سر اوچت كړے دے نو هم په غفلت سره او اوس په غفلت كښې مرم ، بيا ئې يو اسويلے اوكړو او څلور عربي اشعار ئې اولوستل چې د هغې ترجمه دا ده : (1) ما په خپل حشر ، د قيامت په ورځ او قبر كښې د خپل مخ لګيدلو په باره كښې غور اوكړو ، (2) د دومره عزت او مرتبې نه پس به زه يواځې پروت يم او د خپل جرم په وجه به ګانړه يم او خاوره به زما بالښت وي ، (3) ما په خپل اوګږد حساب او د نامه اعمال وركولو وخت كښې رُسوائې باندې سوچ اوكړو ، (4) خو اے زما پيدا كولو والا او زما پالونكيه (پروردګاره) زه ستا نه د رحمت اُميد لرم ، ته زما خطاګانې مُعاف كوونكے ئې. (مُکاشَفۃُ الْقُلوب ص۲۲)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

 د اوياؤ كالو ګناه مُعاف

     حضرت سَيِّدُنا معروف كرخي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل سند سره د حضرت سَيِّدُنا اَنس بن