Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

اِستِغْفار مطلب دے د الله پاك نه په خپلو ګناهونو شرمنده كيدل او بيا د ګناه نه كولو پخه اراده كولو سره سره د بخښنې دُعا كول ، د خپلو ګناهونو بخښنه غوښتل ، توبه كول وغيره.

     اعلٰى حضرت امام اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګناهونو نه د توبه كولو مطلب بيانوي ، فرمائي : ياد ساتئ چې سوړ اسويلي كولو..... يا..... خپل مخ وهلو....يا....خپلې پوزې او غوږونو له لاس وړلو.....يا خپله ژبه په غاښونو كښې زور كولو....يا..... په سر ړقولو ړقولو توبه ، توبه ، توبه وئيلو ته توبه نه وائي بلكه د رښتيني توبے نه مراد دا دے چې بنده يوه ګناه د الله نافرماني اوګنړي او په هغے شرمنده [پښيمانه] شي او د الله پاك نه مُعافـي اوغواړي او بيا د هغې ګناه نه د بچ كيدلو پخه اراده اوكړي ، د هغې ګناه لرې كولو كوشش هم اوكړي. يعنې كه لمُونځ ئې قضا كړے وو نو اوس دِ ئې ادا كړي ، كه غلا ئې كړي وه يا ئې رشوت اخستے وو نو د توبه كولو نه پس دِ هغه مال اصل مالك يا د هغوئي وارثانو ته واپس وركړي يا دِ ئې په هغوئي مُعاف كړي ، كه اصل مالك يا وارثان ئې نه وي معلوم نو په دے صورت كښې دِ ئې د اصل مالك له طرفه د الله پاك په لاره كښې صدقه كړي. (ماخوذ ازفتاویٰ رضویہ ، جلد ۱۰ ، نصف اول ، ص۹۷)

اِستِغفار څنګه كول پكار دي؟

اے عاشقانِ رَسُول! د ګناه نه توبه صرف د اِستِغفار نوم نه دے بلكه كه د هغې ګناه تعلق د الله پاك د بندګانو سره وي  نو د هغه حق ادا كول هُم ضروري دي څنګه چې اعلٰى حضرت امام اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شريعت حكم فرمائىلے دے چې كه د چا مال مو ناحقه اخستے وي نو هغه به وركول وي ، عُلماء فرمائي چې حقونه درې قسمه دي : په دې كښې دوه حقونه د الله د ذات سره تعلق لري يو حق هغه دے چې الله پاك ئې نه مُعاف كوي ، هغه دے د الله سره څوك شريك جوړول او دويم حق هغه دے كوم