Book Name:Mah e Ramazan Aur Faizan e Muhabbat e Ilahi
ترجمه: څوک چې د اللہ پاک سره محبت لري، د هغۀ پۀ عبادت کښې، پۀ رکوع او سجدو کښې مصروف اوسي۔
فَاِنْ عَجَزَ عَنْ ذَلِكَ، اِسْتَرْوَحَ اِلَى ذِكْرِ اللِّسَانِ وَالثَّنَاءِ
ترجمه: بيا که چرې د رکوع او د سجدو نه عاجزه شي نو پۀ ژبه باندې د الله ذِکر کوي او سکون حاصلوي۔
وَاِنْ عَجَزَ ، اِسْتَرْوَحَ اِلَى ذِكْرِ الْقَلْبِ وَالتَّفْكِيرِ
ترجمه: او که د ژبې د ذِکرنه هم عاجزه شي نو پۀ زړۀ کښې د الله پاک پۀ ذِکر کولو (د هغۀ د نعمتونو پۀ باره کښې پۀ) غور او فِکر کولو کښي مصروفه شي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د چا د الله پاک سره محبت شي، هغه هُم بس د هغۀ شي، د هر غفلت نه لرې شي، هغه به کله پۀ سجدو کولو پۀ نظر راځي، کله به پۀ نـمونځونو کولو پۀ نظر راځي، پۀ نـمونځونو کولو چې کله ستړے شي نو بيا هم دا نۀ چې د غفلتونو ښکار شي بلکې بيا پۀ ناسته د الله ذِکر شروع کړي، پۀ ناسته ناسته چې هم ستړے شي نو بيا پۀ ملاسته او پۀ ګرځيدو، پۀ دُکان کښې پۀ ناسته، د کار روزګار کولو پۀ وخت هم پۀ زړۀ زړۀ کښې د الله پاک ياد ديره ساتي۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا خو وې د بنده د الله پاک سره د محبت کولو نخښې۔ بيا هغه بنده د کوم سره چې الله پاک محبت فرمائي، د هغۀ نخښې څۀ دي؟
حضرت با يزيد بِسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
فَاَمَّا مَنْ يُحِبُّهُ اللهُ اَعْطَاهُ سَخَاوَةً كَسَخَاوَةِ السَّحَابِ، وَشَفَقَةً كَشَفَقَةِ الشَّمْسِ، وَتَواضُعًا كَتَوَاضُعِ الْاَرْضِ