Book Name:Mah e Ramazan Aur Faizan e Muhabbat e Ilahi
خبره لوږې ته ورسيدله، يوه ورځ دا د کار لټولو د پاره د کور نه ووتو، چې کله ورته څۀ کار ميلاؤ نۀ شو نو سوچ يـې اوکړو چې د الله پاک عبادت کووم۔ نو د درياب غاړې ته لاړو، اودس يـې اوکړو او ټوله ورځ يـې پۀ عبادت کښې تيره کړله۔ چې ماښام شو نو کور ته واپس راغلو، ګټلي خو يـې هيڅ هم نۀ وو، لاسونه يـې خالي وو، کور والؤ چې ترينه پوښتنه اوکړه نو اوئې وئيل: نن مې د ډير کريم مالِک سره مزدوري کړې ده ، هغه به ما ته ډير ښه اُجرت راعطا کړي۔
پۀ نهره که هر څنګه وه شپه هم تيره شوه۔ بَل سحر بيا د کار پۀ لټون کښې ووتو، نن ورته هم کار ميلاؤ نۀ شو، د درياب غاړې ته لاړو او دا ورځ يـې هم ټوله پۀ عبادت کښې تيره کړله۔ ماښام بيا خالي لاسونه کور ته راغلو۔ لوږې وهلې کور ودانې چې يـې وکتل نو پۀ جذباتو کښې يـې ووئيل: د څومره ورځو نه لوږې دي، د ماشومانو حالت داسې شوے دے چې د کتلو نۀ دے او ستاسو مالِک دے چې اُجرت نۀ درکوي۔ داسې به ګزاره څنګه کيږي؟
هغې ته څۀ پته وه چې زما خاوند د کوم مالِک سره مزدوري کوي۔ دې عبادت ګزاره نيک انسان چې د خپلې کور ودانې خبره واوريدله نو پۀ زړۀ کښې پريشانه شو، ټوله شپه يـې پۀ غم او پريشانۍ کښي ډډې پۀ ډډې پۀ اوختو کښې تيره کړله۔ پۀ بله ورځ بيا د مزدورۍ د پاره ووتو، نن ورته هم کار ميلاؤ نۀ شو، بيا د درياب غاړې ته لاړو، اودس يـې اوکړو او پۀ عبادت کښې مصروف شو۔
ټوله ورځ خو پۀ عبادت کښې، د الله پا پۀ ياد کښې پۀ خوشحالۍ تيره شوه خو چې کله ماښام شو او کور ته د تللو وخت شو نو بيا پريشانه شو، بيا دغه نيک انسان د کور طرف ته روان وو، لاسونه يـې نن هم خالي وو، ښپې پرې درَنې درَنې کيدلې، پۀ زړۀ کښې يـې بيا بيا خيال راتللو چې بچو ته به څۀ وايم، څنګه به يـې دلاسه کووم۔ هُم پۀ دې سوچونو