Book Name:Mah e Ramazan Aur Faizan e Muhabbat e Ilahi
(يعنې د زيارت پۀ ورځ د نـمر پريوتو نه د جُمعې د ورځې نـمر پريوتو پورې) پۀ هر يو ساعت کښې لس، لس لاکهه کَسان بخښلے کيږي او دا ټول به هٰغه خلق وي پۀ کومو باندې چې به دوزخ واجب شوے وي۔ ([1])
عاصیوں کی مغفرت کا لے کر آیا ہے پیام جھوم جاؤ مجرمو! رَمضاں مہِ غفران ہے
يو صحابي تير شوے دے: حضرت عبد الله بن مَخرَمَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ ډير د جذبې والا، د عشق شوق لرونکے، د الله پاک پۀ عشق کښې اوسيدونکے صحابي دے، يو ځل هغوئي دُعا اوکړه: يا الله پاکه! ما له د هٰغه وخته پورې مرګ مۀ راولې د څو پورې چې ستا پۀ لار کښې زما هر اندام تکليف برداشت نۀ کړي۔
اَللہُ اَکْبَر! ذوق ته وګورئ چې څنګه ذوق دے؟ مونږ د تکليفونو نه لرې تښتو او صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ غواړي چې د الله پاک پۀ دربار کښې داسې حاضري وي چې د هغوئي هر يو اندام د هغۀ پۀ لاره کښې تکليف برداشت کړے وي۔
د هغوئي دا دُعا د جنګِ يمامه پۀ موقع قبوله شوه۔ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: د جنګِ يمامه پۀ ورځ (کله چې جنګ ختم شو نو زۀ د جنګ ميدان ته اورسيدم)، هٰغه وخت د حضرت عبد الله بن مَخرَمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ټول وجود زخمي شوے وو۔ هغوئي چې ما ته څنګه وکتل نو اوئې فرمائيل: اے عبد الله! د روژه ماتي وخت دے؟ ما ووئيل: آؤ جي! شوے دے۔ اوئې فرمائيل: بيا دا ډال واخله، پۀ دې کښې اوبۀ واچوه (چې زۀ پرې روژه ماته کړم)، فرمائي: زۀ زر د اوبو راخستو د پاره لاړم، چې واپس راغلم نو حضرت عبد الله بن مَخرَمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ (بغير د روژه ماتي، هُم د روژې پۀ حالت کښې) د دُنيا نه رخصت شوے وو۔([2])