Book Name:Mohabbat e Rasool Ke Waqiat
پکار دي چې په سُنَّتو عمل وکړي۔ ظاهره ده چې پۀ سُنَّت باندې به عمل هٰغه کَس کوي د چا چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت وي۔ ګويا دا فرمائي چې اے خلقو! د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ محبت کښې د هغوئي د سنتو عاشقان جوړشئ، د هغوئي په سنتو عمل کوئ نو الله پاک به تاسو خپل محبوب جوړ کړي.
اللہ کا مَحْبُوب بنے جو تمہیں چاہے اُس کا تو بیاں ہی نہیں کچھ تم جسے چاہو ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږه اِيمان به هٰغه وخت کامِل وي کله چې مونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ځان نه هم خوږ وګڼو ګنې مونږه کامِل مؤمِنان نۀ شو جوړيدے۔
يو ځل د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مُحَمَّدِ عربي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو ما ته زما د ځان نه علاوه د هر څيز نه محبوب يۍ۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد وفرمائيلو: پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د کوم پۀ قبضۀ قدرت کښې چې زما ځان دے! (اے عمره! ستا ايمان به تر هٰغه وخته پورې کامِل نۀ وي) تر څو پورې چې زۀ ستا پۀ نزد ستا د ځان نه هم زيات محبوب نۀ شم۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! تاسو ما ته زما د ځان نه هم زيات محبوب يۍ۔ پۀ دې اوريدو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد وفرمائيلو: اَلْاٰنَ يَاعُمَر يعنې اے عمره! اوس (تۀ د ايمان د ټولو نه اوچتو درجو ته ورسيدې)۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم