Mohabbat e Rasool Ke Waqiat

Book Name:Mohabbat e Rasool Ke Waqiat

ظاهري وصال نه پس به داسې خلق هم وي کوم چې به ارمان کوي چې کاش! د هغوئي ټول مال او اولاد د هغوئي نه واخستے شي او د دې پۀ بدله کښې هغوئي زما ديدار وکړے شي۔([1])

قسمت مجھے مل جائے بلالِ حبشی کی                          دم عشقِ مُحَمَّد میں نکل جائے تو اچھا ہے

زنانه پۀ ژړا ژړا وفات شوه

د ټولو مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت بي بي عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ خدمت مبارک کښې يوه زنانه حاضره شوه او عرض يـې وکړو: پۀ ما باندې د تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر مبارک زيارت وکړئ۔ حضرت بي بي عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها حجره مبارکه کولاؤ کړه او هٰغې زنانه د قبر مبارک زيارت وکړو او پۀ ژړا ژړا وفات شوه۔ ([2])

آپ کے عشق میں اے کاش! روتے روتے              یہ نکل جائے میری جان مدینے والے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې يوې زنانه چې د قبر مبارک زيارت وکړو نو عشق او محبت پرې راخور شو او هغې پۀ ژړا ژړا پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې پۀ ساه ورکولو د خپل ځان نذرانه پيش کړه! داسې به زمونږه د بزرګانو هم د مدينے د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره عقيدت او محبت وو خو افسوس چې نن پۀ مونږ کښې پۀ صحيح معنو کښې د محبت جذبه او ولوله پاتې نۀ شوه۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به صرف پۀ خُله د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت نۀ کولو بلکې عملي طور به يـې د دې ثبوت ورکولو، او مونږه صرف د خُلې دعوې کوو خو زمونږه عمل د دې دعوې سره مطابقت نۀ لري۔ صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يوه يوه ادا باندې د عمل کولو د پاره هر وخت تيار اوسيدل۔


 

 



[1]... مسلم، کتاب الجنۃ...الخ، باب فیمن یود...الخ، صفحہ:1089، حدیث:2832 ماخوذاً۔

[2]... سبل الہدیٰ و الرشاد، جلد:12، صفحہ:343 ماخوذاً۔