Book Name:Mohabbat e Rasool Ke Waqiat
زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري وِصال نه پس د ډيرو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د پاره پۀ مدينه منوره کښې ژوند تيرول ګران شو ځکه چې کله به هغوئي پۀ مدينه منوره کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ناستې پاستې ځايونه او هٰغه کوڅې ليدلې چرته چې به رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګرځيدلو نو ډير به غمژن کيدل او هغوئي د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جُدائي نۀ شوه برداشت کولے نو پۀ دې وجه هغوئي د مدينے منورې نه هجرت وکړو۔ ([1])
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مؤذِن د مدينے منورې نه هجرت
حضرت بلال حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جدائي برداشت نۀ کړے شوه، کله کله به د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې حالت شو چې د مدينے منورې پۀ کوڅو کښې به د ليونو پۀ شان ګرځيدو او د خلقو نه به يـې پوښتنه کوله چې که تاسو چرته د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ليدلے وي نو ما ته يـې هم وښايئ۔ اخر يـې جُدائي برداشت نۀ کړه او هغوئي مدينه منوره پريښوده او د شام ملک حَلَب ښار کښې يـې استوګنه اختيار کړه۔ څۀ موده پس چې کله يوه شپه اودۀ شو نو بخت يـې رابيدار شو او پۀ خوب کښې يـې د مدينے د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته وفرمائيل: مَاھٰذِہِ الْجَفْوَۃُ یَا بِلَال! اَمَا اٰنَ لَکَ اَنْ تَزُوْرَنِیْ يعنې اے بلاله! دا څنګه جفا ده! آيا اوس لا هٰغه وخت نۀ دے راغلے چې تۀ زما د زيارت د پاره حاضر شې۔
د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان اوريدو سره حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سفر سامان راواخستو او پۀ سورلۍ باندې کيناستو او د مدينے منورې طرف ته روان شو او ډير پۀ تيزۍ سره به يې منزلونه پاس کول د مدينے منورې طرف ته ر لاړو۔ ياد ساتئ چې د چا اِرادې چې د مدينے منورې د پاره وي د هغۀ پۀ اخوا ديخوا ماحول هيڅ کار نۀ وي