Book Name:Quran be Misl Kitab Hai
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په کوم دور کښې چې قرآنِ کريم نازل شو، هغه د اَهلِ عربو د فصاحت او بلاغت د عروج زمانه وه، عربو په کلام کښې خپل مهارت باندې ډير فخر کولو، تر دې چې دوئي به د ځان نه سِوا ټولو قومونو ته عجمي [يعنې ګونګيان] وئيل، يعنې د دوئي دا دعویٰ وه چې په اصل کښې کلام کول خو مونږ له راځي، نور خو ټول ګونګيان دي، څنګه شاعري چې مونږه کوو، داسې شاعري هيڅوک نۀ شي کولے، په کوم انداز او په کومه طريقه چې مونږ له خبرې کول راځي، داسې د دنيا بل يو ذات هُم کلام نۀ شي کولے.
د عربو يو يو ماشوم د لوئي کمال شاعر او په کلام کښې ماهر وو. په تاريخ کښې د هغوئي په کلام کښې د مهارت داسې داسې واقعات دي چې عقل ورته حيرانيږي. يو ځل يو عربي په سفر وو، هغۀ سره دوه ملګري هم وو او هغۀ سره کافي قيمتي سامان وو، په لاره کښې د هغۀ د دواړو ملګرو نيت خراب شو او هغه يـې قتل کړو او د هغۀ په قيمتي سامان يـې قبضه اوکړه. کله چې هغه کس په مړ کيدو شو نو هغۀ يوه مصرعه اووئيله او ويـې وئيل چې دا زما کور والؤ ته واوروئ. چې کله دواړه ملګري د هغۀ کور ته اورسيدل او د هٰغه مړ شوي کس د کور والؤ ته يـې اووئيل چې ستاسو کس په لاره کښې مړ شو، د هغۀ دا څه سامان دے دا واخلئ او هغه مِصرعه يـې هم هغوئي ته واوروله، د هغه مصرعې اوريدل وو چې د هٰغه کس لور سمدستي اووئيل چې دا دواړه زما د پلار قاتلان دي، دوئي فوراً اونيسئ. بيا چې کله تحقيق اوشو نو ټول ثبوتونه ميلاو شول او د هغوئي قاتل کيدل ثابت شو.([1])
نو اوګورئ! چې هغه کس په کلام کولو کښې څومره ماهر وو او د هغۀ لور په کلام پوهيدلو کښې څومره ماهره وه چې هغۀ څنګه په پټ انداز کښې د خپل قتل ټول داستان په يوه مصرعه کښې بيان کړو او لُور يـې په هغې پوهه هم شوه. د کلام داسې ماهرانو ته چيلنج ورکړے شو: