Book Name:Quran be Misl Kitab Hai
کولو د پاره ميلاويږي:
د ټولو نه وړومبے په دې خبره غور اوکړئ! چې غير مسلمو ته اعتراض د الله پاک په کلام باندې نۀ وو، هغوئي ته اعتراض د مُحَمَّدِ مصطفٰی صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په رښتينوالي او صداقت باندې وو، هغوئي دا نۀ وئيل چې الله پاک کِتَاب نۀ شي نازلولے، بلکې هغوئي وئيل چې الله پاک په مُحَمَّد صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کلام نۀ دے نازل کړے، هغوئي پخپله جوړ کړے دے، دوئي (معاذ الله !) دروغ وائي چې دا د الله پاک کلام دے.
غرض دا چې هغوئي ته د خوږ مصطفٰی ﷺ په صداقت باندې اعتراض وو، الله پاک د دې په جواب کښې هم د قرآنِ کريم متعلق چيلنج ارشاد اوفرمائيلو، يعنې ويـې فرمائيل: اے غير مسلمو! که تاسو ته زمونږه د محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په صداقت باندې اعتراض وي نو د دې جواب هم زمونږه کلامِ مجيد دے، تاسو قرآن اولولئ، او د دې په شان کلام جوړ کړئ! که تاسو جوړ نۀ کړے شو نو بيا اومنئ چې زمونږه ښکلے کلام قرآنِ مجيد د دې خبرې واضِح دليل دے چې زمونږه محبوب، مُحَمَّدِ مصطفٰی صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتینے دے. ([1])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه عاشقانِ رسول دا وايو چې ټول مکمل قرآن نعتِ مصطفٰی دے. په دې باندې د نورو ډيرو دلائلو سره سره يو دليل دا هم دے چې د قرآنِ کريم هر هر آيت، هر هر سورت، د هغې معنٰی که هر څه وي، د هغې مفهوم که هر څه وي، خو چې هغه د قرآن سورت دے نو د خوږ مصطفٰی صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صداقت هُم بيانوي.
د خليفه مامُون الرشيد د دور خبره ده، يو ځل د خليفه دربار ته يو يهودي راغلو، هغۀ ډيرې