Book Name:Quran be Misl Kitab Hai
هيڅوک ليکلے نۀ شي؟ علماءِ کرامو په دې باندې ډير کلام کړے دے، د قرآنِ کريم په اِعجاز (يعنې معجزه کيدلو) يـې پورہ پورہ کتابونه ليکلي دي، په هغې کښې يـې د قرآنِ کريم هٰغه خوبيانې په تفصيل سره ليکلي دي کومې چې په بل یو کلام کښې هم نۀ موندلے کيږي. زۀ د هغې نه صرف څو خوبيانې بيانووم:
قرآنِ کريم ډير زيات وسيع [فراخه] کلام دے. د دې په يو يو لفظ کښې دومره ژوروالے دے چې په يو څو الفاظو کښې داسې ژورې معنې بيانول، د انسان د وس خبره نۀ ده. علماءِ کرامو په دې باره کښې تر دې پورې ليکلي دي چې د قرآنِ کريم په هر هر آيت کښې 60 زره علوم موجود دي. ([1])
دا دومره د ژوروالي والا کلام دے چې آيا څوک شته چې په يوه جمله او يو آيت کښې دومره ډير علوم بيان کړي. يقيناً دا د کوم انسان د وَس خبره نه ده.
د لفظ اَلْحَمْد تفسير
حضرت عبد اللہ بن عبّاس رَضِیَ اللہُ عنہما صحابي رسول دے، دوئي ته سُلْطَانُ الْمُفَسِّرِیْن وئيلے کيږي، د قرآنِ کريم ډير لوئي عالم وو، هغوئي به فرمائيل: که زما د اوښ پړے ورک شي نو زۀ به يـې د قرآنِ کريم نه بياموځم. ([2])
اللہُ اکبر! اندازه اوکړئ! هغوئي د قرآنِ کريم څومره پوهه لرونکے وو. [اوس د قرآن مجيد د کلام د ژوَر والي يوه بله عظيمه مکالـمه واورئ] حضرت عبد اللہ بن عبّاس رَضِیَ اللہُ عنہما فرمائي: يو ځل مونږه د ماسخوتن نمونځ ادا کړو، د نمونځ نه پس د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت