Book Name:Quran be Misl Kitab Hai
قرآن کی شیرینی ہے شیرینئ حقیقی شیرینئ قرآں کا مزا اور ہی کچھ ہے
* يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جومات کښې يواځې تشريف فرما وو، قريشو خپل سردار عُتبه بن ربيعه د حضور صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار ته وليږو، هغۀ حضور صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډيرې خبرې اوکړې او په دې خبره يـې راضي کول غوښتل چې تاسو د اسلام تبليغ کول پريږدئ. د هغۀ د ټولو خبرو په جواب کښې حضور نبي کريم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف دومره اوکړل چې د سورۂ حٰم اَلسَّجْدَہ د يو څو آيتونو تلاوت يـې وکړو. دا آيتِ کريمه يـې چې واوريدل نو په عُتبه باندې ويره راغله، هغه قريشو له واپس لاړو او ويـې وئيل: قسم په خدائے! ما داسې کلام واوريدو چې د هغې په شان کلام مې کله هم نه وو اوريدلے، په الله مې دې قسم وي! هغه نۀ شعر دے، نۀ جادو دے او نۀ د کاهنانو په شان کلام دے. ([1])
غرض دا چې کفارِ مکه او نورو ټولو غټو غټو شاعرانو او عربي دانو د دې خبرې پخپله ګواهي ورکوله چې دا کلام د کوم انسان نۀ دے، د دې مقابله کول ممکن نۀ دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 14 سوو کالو نه زياته موده تيره شوه، تر ننه پورې د قرآنِ کريم په مقابله کښې هيچا هم څه اُونه ليکلے شو، نۀ به تر قيامته پورې څوک داسې اوليکلے شي. ولې؟ ځکه چې قرآن د الله پاک کلام دے، يو مخلوق هُم د دې په شان کلام کولو طاقت نۀ لري.
قرآن جہاں بھر کی کتابوں سے جدا ہے رتبے میں یہ اک نورِ خدا اور ہی کچھ ہے
د قرآنِ کريم يو څو اَهَم خصوصيات
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کيدے شي چې د چا په ذهن کښې سوال پيدا کيږي چې آخر په قرآنِ کريم کښې داسې کومه خاص خبره ده چې د قرآنِ کريم په شان بل کلام بيخي