Book Name:Zameen Mein Fasad Mat Phailaiy
خبره پۀ توجه سره واوري، څۀ غور او فِکر پرې وکړي، پۀ سنجيدګۍ سره وګوري چې زما چې کوم عيب ما ته ښودلے کيږي، چرته واقعي دا عيب خو پۀ ما کښې نشته، که واقعي هٰغه عيب وي نو هغه لرې کول پکار دي خو دا منافقان وو، د هغوئي پۀ زړونو کښې بيماري وه، د هغوئي عقل خراب شوے وو:
قَالُوْۤا اِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُوْنَ (۱۱)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو وائي چې مونږ خو اِصلاح کوونکي يو۔
دې ته وائي: خپله پړۀ پۀ بَل اچول۔ هغوئي ته ووئيلے شو چې تاسو پۀ زمکه کښې فساد مۀ کوئ۔۔۔!! خو دوئي داسې بد بخته دي چې د خپلې غلطۍ منلو پۀ ځائے نصيحت کوونکي ته وائي: مونږ خو پۀ زمکه کښې هډو فساد نۀ خوروو، اصلي فساديان خو تاسو يئ، مونږه فساديان نۀ بلکې هم مونږه خو يو څوک چې فساد ختموي۔ الله پاک فرمائي:
اَلَاۤ اِنَّہُمْ ھُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَ لٰکِنْ لَّا یَشْعُرُوْنَ (۱۲)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: واورئ! بے شکه هم دغه خلق فساد خوروونکي دي خو هغوئي (د دې) شعور نۀ لري۔
يعنې د دې منافقانو پۀ زړونو کښې بيماري ده او دا بيماري پۀ دوئي باندې دومره غالبه شوې ده چې دوئي پۀ ښه او بد هډو پوهيږي نۀ، دا دي فساديان، پۀ زمکه کښې فساد خوروي، د وور او د اوبو د يو ځائے کولو پۀ کوشش کښې دي خو دا ګڼي چې مونږه فساديان نۀ بلکې اِصلاح کوونکي يو۔
دا دے د منافقانو يو عيب چې د هغوئي عقل خراب شوے دے او ښه او بد ورته هم نۀ ښکاري۔ الله کريم دې مونږه د داسې سپيرۀ والي نه محفوظ کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد