Zameen Mein Fasad Mat Phailaiy

Book Name:Zameen Mein Fasad Mat Phailaiy

پۀ شان د بدو اعمالو نه هم هر وخت ځان بچ وساتي، تر اوسه پورې مونږه پۀ دغه 13 آيتونو کښې د دريو آيتونو او د هغې مختصر وضاحت اوريدلے دے، پۀ دغه دريو آيتونو کښې بنيادي طور د منافقانو 4 عيبونه بيان شول: (1): د منافقانو پۀ ظاهر او باطن کښې يو والے نشته، دوئي پۀ زړۀ کښې کُفر ساتي او پۀ خُله خلقو ته د ښودلو د پاره کلمه وائي (2): دا بد بخته الله پاک او ايمان والؤ له د دوکې ورکولو پۀ کوشش کښې دي خو حقيقت دا دے چې دوئي د خپل ځان پۀ دوکه کولو کښې مصروف دي (3): د دوئي پۀ زړونو کښې د شک او د حَسَد بيماري ده (4): او دا بد انجامه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حضور کښې د دروغو وئيلو جرأت کوي۔

د دې سلسلې د دوو آيتونو (آیت: 11 او 12) نن مونږه د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې دواړو آيتونو کښې د منافقانو د يو بَل عيب ذِکر دے، د مفهوم خُلاصه دا ده چې د نفاق پۀ وجه د دې منافقانو عقل ختم شوے دے، د دوئي عقل او پوهه بالکل ختمه شوې ده، دوئي وور اوبه او اوبه وور ګڼي، يا داسې ووايئ چې پۀ مخکښينو آيتونو کښې وئيلے شوي وو چې منافقان خپل ځان له پۀ دوکه ورکولو کښې اخته دي، دلته د دوئي خپل ځان له د دوکې ورکولو يو مثال ورکړے کيږي، نو الله پاک د منافقانو پۀ يوه نخښه ښائي  او فرمائي:

وَ اِذَا قِیْلَ لَہُمْ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او کله چې هغوئي ته ووئيلے شي۔

يعنې څوک پوخ رښتونے مسلمان، د عقلِ سليم مالک چې د هغوئي خراب کارونه وويني او هغوئي ته کله ووائي: ([1])

لَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ ۙ 

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې پۀ زمکه کښې فساد مۀ کوئ۔

چې کله څۀ نصيحت وکړے شي نو انسان له پکار دي چې د نصيحت کوونکي


 

 



[1]... بیضاوی مع حاشیہ شیخ زادہ، پارہ:1 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:11، جلد:1 ، صفحہ:281۔