Book Name:Zameen Mein Fasad Mat Phailaiy
څۀ وي چې انسان اشرفُ المخلوقات دے خو چې کله دا ګناه کوي، د دوئي نافرمانۍ د حد نه زياتې شي نو ځناور کوم چې زمونږ نه ډيرې درجې کمتر دي، هغوئي هم انسان ته بدې ردې وائي۔ معلومه شوه چې کوم نافرمانه دي، د هغوئي نه خپل فضيلت ځي او د انسانيت د درجې نه غورځيږي او د ذِلت ژورې کندې ته پريوځي۔
گناہوں کی نحوست بڑھ رہی ہے دَم بدَم مولا میں توبہ پر نہیں رِہ پا رہا ثابِت قدم مولا
کمر توڑی ہے عصیاں نے، دبایا نفس و شیطاں نے نہ کرنا حشر میں رُسوا، مرا رکھنا بھرم مولا
گناہوں نے مجھے ہائے کہیں کا بھی نہیں چھوڑا کرم ہو از طفیلِ سیدِ عرب و عجم مولا([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د منافقانو خراب عملونه دي * د دې بد بختو دماغ کار نۀ کوي، عقل يـې خراب شوے دے * دوئي پۀ ښو او پۀ بدو کښې د فرق کولو قابل هم نۀ دي پاتې، هٰغه کارونه کوي د کومو نه چې فساد جوړيږي او وائي چې مونږ خو فساد ختموو۔
مونږ له پکار دي چې د دې عيب نه ځان بچ کړو، هميشه حقيقت خوښوونکي جوړ شو، پۀ خپلو خيالونو، خپلو نظريو کښې د ډوبيدو پۀ ځائے صحيح اِسلامي تعليمات زده کړو * منافقانو به د الله پاک د نافرمانو، غير مسلمو سره دوستي کوله، د هغوئي نه به يـې د بيزارۍ اظهار نۀ کولو، مونږ له پکار دي چې مونږه د خرابو خلقو د خرابۍ نه هميشه نفرت وکړو * منافقانو به چغلي کوله، دا هم پۀ زمکه کښې د فساد کولو يو صورت دے * داسې به دې بد بختو ښکاره ګناهونه هم کول، مونږ له پکار دي چې مونږه د چغلۍ، غيبت وغيره نه ځان بچ کړو او د ګناهونو د خراب عادت نه هم نجات