Book Name:Jannat Ke Kharidar
هغوئي په مخونو خوشحالي خوره شوه، بل خوا د منافقانو په مخونو غم خور شو. د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې چې کله هغه 7 اوښان وړاندې کړے شول نو اوئې فرمائيل: دا څه دي؟ د چا له طرفه دي؟ عرض اوکړے شو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ستاسو په خدمت کښې تُحفه پيش کړې ده.
راوي وائي: خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا خبره واوريدله نو ما پخپله اوليدل، چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا د پاره لاسونه پورته کړل او دومره ئې اوچت کړل چې د سر مبارک نه ئې بره شول، بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره داسې دُعا اوفرمائيله چې هغوئي د چا د پاره په داسې دُعا کولو چرې هم نه وو ليدلے شوي. ([1])
په يو روايت کښې دي: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [داسې] دُعا اوکړه چې: اے الله پاکه! زه د عثمان نه راضي يم تۀ هم د عثمان نه راضي شه. ([2])
حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوليدلو! چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټوله شپه د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره دا دُعا کوله: اے الله پاکه! زه د عثمان نه راضي شُوم تۀ هم د ده نه راضي شه. ([3])
اللہ سے کیا پیار ہے عثمانِ غنی کا محبوبِ خُدا یار ہے عثمانِ غنی کا
گرمی پہ یہ بازار ہے عثمانِ غنی کا اللہ خریدار ہے عثمانِ غنی کا([4])