Jannat Ke Kharidar

Book Name:Jannat Ke Kharidar

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د دې په ذريعه د الله پاک د محبت حاصلولو د کوشش کولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي په مدني قافلو کښې د سفر کولو معمول جوړ کړئ، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د عاشقانِ رسول صحبت درميلاو شي، د علمِ دِين زده کول به درنصيب شي، د نيکو کولو، د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن به مو جوړ شي او د ټولو نه اهمه خبره دا چې د سُنتِ انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام يعنې د نيکئ د دعوت عام کولو موقع به  درنصيب شي.

د ګناهونو نه نجات ميلاو شو

د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: زه د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتللو نه مخکښې د ګناهونو په کندو کښې سرګردانه ګرځيدم، شراب څښل، مور پلار تنګول، لـمونځونه قضا کول زما معمول وو. يوه ورځ زما خورئي ما ته په مدني قافله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، ما د لم ليټ نه کار اخستو خو هغه هِمّت اونه بيلو او پرله پسې ئې دعوت راکولو، آخر زه يو ځل د مدني قافلے مسافر جوړ شوم، د مدني قافلے په موقع د نيکئ د دعوت او د سنتو نه ډکو بيانونو اوريدو موقع راته ميلاو شوه، ورسره ورسره راته د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مختفلو رسالو لوستلو سعادت هُم رانصيب شو، بس د دې ټولو څيزونو په ما باندې داسې اثر اوشو چې په زړه کښې مې انقلاب راغلے، ما د ګناهونو نه رښتونې پخه توبه کړه، شراب مې پريښودل، لـمونځونه مې شروع کړل او د مور پلار