Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH
مينځ کښې څه غلط فهمي پيدا شوه يا به کله 2 صحابۀ کرام د يو بَل نه خفه شول نو زمونږه آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په حکمتِ عملئ سره د هغه دواړو په مينځ کښې روغه کوله، هم دارنګ يو ځل د غير مسلمو په سازش سره د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د 2 لويو قبيلو اَوس او خزرج ترمينځه څه کشاله رامخې ته شوه، کله چې سرکارِ عالي وقار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دې پته اولګيده نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او د هغوئي په مينځ کښې ئې روغه اوکړه، هم دغه شان د خوږ آقا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روغې کولو ډيرې واقعے دي، د کومو تفصيلي ذِکر چې د سيرت په کتابونو مثلاً * سيرتِ مصطفٰے او * سيرتِ رسولِ عربي وغيره کښې لوستلے شئ.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د روغې کولو په لحاظ سره دا ياد ساتئ چې د مسلمانانو ترمينځه هٰغه روغه جائز ده کومه چې د شريعت په کرښه کښې وي، مَدَني مصطفٰے ، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د مسلمانانو ترمينځه روغه کول جائز دي خو هٰغه روغه (کول جائز نه دي)کومه چې حرام حلال کړي يا حلال حرام کړي ([1])
د روغې کولو په باره کښې د نورو معلوماتو د پاره د مَکتَبَةُ الْمدينه رساله صلح کروانے کے فضائل اولولئ.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ