Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مال خو د دين د پاره وقف وو. څومره مال به چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې پيش كيدلو هغه به د الله پاك په لاره كښې خرچ كولو.

    حضرت سَيِّدُنا ابُوذر رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ زه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ووم، چې كله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُحُد غر اوليدلو نو اوئې فرمائيل: كه دا غر زما د پاره د سرو زرو جوړ شي نو زه دا نه خوښووم چې د دې نه يو دينار هم د ځان د پاره د دريو ورځو نه زيات اوساتم، سِوا د هغه دينارونو نه كوم چې زه د قرض ادا كولو پاتي كړم. (بخاری ،کتاب فی الاستقراض… الخ،باب اداء الدیون، ۲/ ۱۰۵، حدیث:۲۳۸۸)  

     په ديرشمه سيپاره، سورۀ ضُحٰـى آيت نمبر 10 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ اَمَّا السَّآىٕلَ فَلَا تَنْهَرْؕ(۱۰)  (پ۳۰،الضحی:۱۰)                                         

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او غوښتونكے مه رټه

   يعنې اے حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! چې كله ستاسو په خدمت كښې يو سوالګر څه اوغواړي نو هغه هيڅ كله مه رټه، بلكه هغه ته څه وركړه يا په حُسنِ اخلاق او نرمئ سره د هغه مخے ته د نه وركولو عُذر بيان كړه.  ( خازن، الضحی، تحت الآیۃ: ۱۰، ۴  /  ۳۸۸، مدارک، الضحی، تحت الآیۃ: ۱۰، ص۱۳۵۷، ملتقطاً)

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سَيِّدُ الانبياء دے، اِمامُ الانبياء دے، د دې جهان د تخليق سبب دے، خو د دې باوُجود د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك انداز دا وو چې د خپل ځان سره به ئې دُنيا نه ساتله، پخپله به اوږے اوسيدلو او په نورو به خوراك كول د هغوئي طريقه وه، خپل مال به وو يا به ورته چا په تُحفه كښې وركړو، بلكه كه دا اووئيل شي چې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم