Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat
شَفاعت کرے حَشْر میں جو رضا کی سِوا تیرے کِس کو یہ قُدْرَت مِلی ہے۔([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([2])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:
نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت سَيِّدُنا عبدُ الله بن عباس رَضِیَ الله عَنْهما فرمائي: يو ځلمے د يَمن اوسيدونكے وو، مُشرِك وو او ډير غريب وو، د هغه د ژوند ټول ساز و سامان صرف د بدن جامې