Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat

وے، د ورځې به ئې د وَنو په سَوري کښې پناه اخستله او د شپې به ئې چرته د يو كانړي شا ته شپه تيروله. هغه ځلمي ته خبر را اورسيدو چې په عربو كښې د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَبُوَّت اعلان فرمائيلے دے، د هغه په زړه كښې شوق پيدا شو، ځلمے وو، په بدن كښې ئې طاقت وو، [د يمن نه] پياده په سفر را روان شو او مدينے مُنَوَّرے ته را اورسيدلو، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو، كَلِمَه ئې اولوستله او د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان په صف كښې شامل شو. نبـي كريم هغه په اَهلِ صُفَّه كښې شامل كړو.

    په مسجد نبوي شريف كښې يوه چوتره وه، چې هغې ته صُفَّه وائي، د لرې لرې نه هجرت كوونكي غريب صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرضوان به په دغه چوتره باندې اوسيدل او شپه ورځ به ئې د خوږ آقا، مُحَمَّدِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه علم زده كولو او په ذِكر و فِكر كښې به مشغول اوسيدل. هغه يَمني صحابي رَضِیَ الله عَنْه هم د اَهلِ صُفَّه سره شو، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې به حاضريدلو او علمِ دين به ئې زده كولو. په لږه موده كښې ئې د قرآنِ كريم مكمل څلور سورتونه زده كړل. يوه ورځ هغوئي د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما نكاح اوكړئ! حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه تپوس اوکړو: آيا تا سره څه مال شته؟ هغه عرض اوکړو: يَارَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته د قرآنِ كريم څلور سورتونه ياد دي، او ستاسو ارشاد مبارك دے: [چا ته چې] قرآن ميلاؤ شي نو هيڅ لوږې سره نه مخامخ کيږي. حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاله شو او اوئې فرمائيل: تا رښتيا اووئيل.

    بيا خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د نکاح پيغام ورکولو د پاره د قبيلۀ بَنُو سلمه يو كور ته اوليږو، هغه هلته ورغلو او د خوږ نبـي د ښودلي شوي طريقے مطابق ئې د