Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat

منسوب كوو؟ دا ټول د الله پاك عطا، د هغه فضل و احسان دے، دا ټول هر څه د الله له طرفه مونږ ته عطا شوي دي، نو آيا په مونږه لازم نه دي چې مونږه د هغه شكر ادا كړو؟ او د خپل مال نه د الله پاک په لار كښې خرچ كړو، صدقه و خيرات اوكړو، د غريبانو مدد اوكړو، په نيكو كارونو كښې ئې خرچ كړو. الله پاك دِ مونږ ټولو ته توفيق را عطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی الـلّٰـہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

د حِرص او لالچ علاج

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک په لاره كښې مال خرچ كولو كښې چې کوم څيز بنيادي طور رُكاوټ جوړيږي، هغه دے حِرص او لالچ. د دې رُكاوټ علاج  هم د يمني صحابي رَضِیَ الله عَنْه په دې ژړوونكي او د ايمان نه ډك حكايت كښې بيان شو، غور اوكړئ! چې كله به هغه صحابي رَضِیَ الله عَنْه خپلې كوټے ته داخل شولو او هلته به ئې ښكلے قالين، بهترينه بستره او ډِيوه وغيره اُوليدله او هغه ته به د قرآنِ كريم يو سورت ورياد شو، او په هغه سورت كښې به ئې غور شروع کړو نو د زړه نه به ئې د دغه څيزونو رغبت ختم شو، او هغه قرآني سورت هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې واورولو، الله پاك ارشاد فرمائي:   

اَلْهٰىكُمُ التَّكَاثُرُۙ(۱) حَتّٰى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَؕ(۲)      

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : تاسو غافله ساتلي وئ د مال زيات غوښتلو تر دې چې تاسو د قبرونو خُلې اوليدلې.

      د قرآنِ كريم په دې مُختصر سورت كښې په څومره زبردست انداز کښې د حِرص او لالچ خاتمه شوي ده، مونږ ته وئيلے شوي دي چې مونږه دې دُنيا ته د مختصر وخت د پاره  راغلي يُو او يوه ورځ به د دې ځائے نه په سفر روانيږو او قبر ته به كوزيږو، مونږه په دې