Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat
آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
دوه فرامینِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1): څوک چې د اللہ پاک د پاره عاجزي اوکړي، اللہ پاک هغه ته اوچتوالے عطا کوي ۔[2] (2): افضل عبادت تواضُع (یعنی عاجزی کول) دي۔[3]
اے عاشقانِ رسول! تواضُع [يعني عاجزي کول] د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنّت دي۔ *زمونږه آقا و مولیٰ، مُحَمَّدِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره اوچته مرتبه لري، د اللہ پاک نه پس د ټولو نه اوچته مرتبه د حضورِ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ده، د دې باوجود د خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تواضُع [يعني عاجزئ] کولو شان هُم د ټولو نه جُدا وو، الله پاک خپل خوږ آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته اختيار ورکړو چې که تاسو غواړئ نو شاهانه ژوند تيروئ او که غواړئ نو د بندګئ والا او فَقر والا ژوند تيروئ، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بندګي او فَقر اختيار کړو۔ *خادمانو سره به ئې يو ځائے طعام خوړلو، *د