Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat
غلامانو دعوت به ئې قبلولو، *د مسکینانو د بيمارئ تپوس به ئې کولو، *فقیرانو سره به کښيناستلو، *صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان سره به شريک اوسيدلو، *خپل کارونه به ئې په خپلو مبارکو لاسونو کول، *صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان به ور مخكښې شولو او خدمت کول به ئې غوښتل خو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به فرمائيل: دا رښتيا ده چې تاسو به زما ټول کارونه اوکړئ خو ما ته دا خوښه نه ده چې ستاسو په مينځ کښې يو امتيازي [يعني جُدا] شان سره اوسم۔ [1]
الله پاک دِ مونږ ټولو ته د ”سُنَّتِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم‘‘ په نِيَّت د عاجزئ او اِنکِسارئ کولو توفيق راکړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے ”101 مدنى پهول“ او ”163 مدني ګلونه“ هديةً واخلئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود