Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: صدقه وركولو كښې تادي كوئ ځکه چې بلا [يعني مصيبت] د صدقے نه نه شي اَوُوښتلے. ([1])
د دعوتِ اسلامي د شعبه جاتو تعارُف
اے عاشقانِ رَسُول! که زکوٰة ورکوئ، فطره ورکوئ، نفلي صدقه و خيرات نو خپل خوږ او ګران تحريک دعوتِ اسلامي مه هيروئ، بے شکه خپلو خپلوانو، ګاونډ او محله کښې غريبانانو او يتيمانو ته ئې هُم لازمي ورکړئ، او د هغوئي سره سره د عاشِقانِ رَسُول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني کارونو د پاره هُم ضرور بِالضرور حِصَّه اُوباسئ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰه! دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا کښې د دين پيغام عام کولو، تعليمِ قرآن عام کولو او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّتونه عام کولو کښې مصروفِ عمل دے او د دِين د کار د پاره په 79 شُعبه جاتو کښې کار کوي چې د هغې د ذيلي شُعبه جاتو شمير تقريباً 313 نه زيات دے *مُلک او بیرونِ مُلک کښې 4 زره 339 مدارِسُ المدینه قائِمې دي، او په هغې کم وبیش 2 لاکه 464 ماشومان جينکئ او هلکان د قرآنِ مجید د حِفظ و ناظرہ تعلیم حاصِلوي او کومو ماشومانو هلکانو ا وجينکو چې مَدرَسةُ الْمَدينه نه د حِفظ یا ناظِرہ قرآنِ پاک تعليم حاصل کړے او فارِغ شوي دي د هغوئي مجموعی تعدادتقریباً: 3 لاکه، 86 زره ته رسيدلے دے * هُم دغسې په مُلک او بیرونِ مُلک کښې 897 جامعاتُ المدینه قائِمې دي، چې په هغې کښې تقریباً 64 زره او 963 طلبه و طالبات د دَرسِ نِظامی یعني عالِم/عالِـمه کورس کولو سعادت حاصِلوي او هغه طلباء وطالبات چې دَرسِ نظامي ئې مکمل کړے او فارغ شوي دي د هغوئي مجموعی تعدادتقریباً: 13 زره 455 دے۔ * د دې نه عِلاوہ ستاسو دعوتِ اسلامی صِرف ماشومانو ته نه بلکه بالغانو ته هُم د قرآنِ کریم