Book Name:Yamni Sahabi Ki Riqqat Angaiz Hikayat

جينئ پلار ته پيغام اورسولو، هغه (د جينئ پلار) هم صحابي وو، لِـهذا د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيغام ئې چې واوريدلو نو فوراً ئې اووئيل: سَمْعًا وَّ طَاعَۃً  ما واوريدل او فرمانبرداري مې اوكړه [يعني په سر سترګو! ډيره ښه ده].

    سُبْحٰنَ اللہ! د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرضوان د اِطاعتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز اوګورئ! ځلمے څوك دے؟ د هغه د كور كسان څوك دي؟ څه كوي؟ ګټي څه؟ څه خوري؟ كور ئې شته او كه نه؟  وغيره غيره هيڅ معلومات ئې اونكړو، بس چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي نو سَمْعًا وَّ طَاعَۃً  يعني ما واوريدل او اِطاعت مې اوكړو. الله پاك دِ مونږ ته هم د اِطاعت او فرمانبردارئ داسې جذبه رانصيب كړي. اٰمين

      خير! هغه صحابي رَضِیَ الله عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيغام واوريدلو، خپله لور ئې ځان سره كړه او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او هغه يمني صحابي رَضِیَ الله عَنْه  سره ئې د خپلې لور نكاح اوكړه.

      بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جينئ والد ته د واده د تيارئ حكم اوكړو، هغه په حكم باندې فوراً عمل اوكړو، شپه شوه، هغه صحابي رَضِیَ الله عَنْه كوټے ته ورغلو، اوئې ليدل چې ښكلے قالين خور دے، ښكلي بستره خوره ده، ډِيوه بله ده، چې دا هر څه ئې اوليدل نو هغه ته خپل تير وخت ورياد شو، قالين ئې چې اوليدو نو خيال ورغلو چې: يو وخت هغه وو چې ما به د وَنو په سَوري كښې ژوند تيرولو، چې ښكلي بستره ئې اُوليدله نو په كانړو شپې تيروَل ورياد شو، ډِيوه ئې چې اوليدله نو ورياد شو چې ما خو د ډِيوې نه بغير ژوند تير كړے دے، [د کوټے په يو ګُوَټ کښې اُودريدلو] اَللهُ اَکْبَر ئې اووئيلو او لمُونځ ئې شروع كړو، دوه ركعته ئې اوكړل او د الله پاك شكر ئې ادا كړو خو لا شوق ئې پورا نه وو، بيا اودريدلو، بيا ئې دوه ركعته ادا كړل، د الله پاك شكر ئې ادا كړو، خو شوق